ایکناخبری اژانس د بغداد الیوم له قوله راپور راکړ دانګلستان ټایمز ورځپاڼې د لیندۍ په دیارلسمه نیټه په یوه راپور کې لیکلي دي ،د اسپانیا حکومت ته وړانډې شوی راپور کې د قرطبه جامع جومات چې هر کال په میلیونونو ټوریسټ ورڅخه کتنه کوي ، دړنګیدا له خطرې سره دمخامخ کیدا په باب مقاله لیکلې ده .
دغه جومات دی وې پخوانۍ کلیسا په ځاي کې جوړ شوی دی ، له هماغه وخته چې مسیحي ځواکونه په ۱۲۳۶میلادي کال کې د اسپانیا په جنوب کې دغه ښار ته بیرته ستنه شول ، د یوې جامعې کلیسا په توګه ئې فعالیت کاوه او اوس هر کال د کابو دوو میلیون سیلانیانو شاهد دی .
ددغه راپور په اساس ، له حده دزیاتو کسانو لیدنه د هغه محراب پشمول د جومات د مختلفو برخو ته د تاوان د رسیدو سبب شوي چې د اسپ په نعل (نال) سره ښکلي شوي ، او د مکې مکرمې په لور جوړ شوي .
په دغه راپور کې همداراز وئیل شوي دي ، ددغه شان تاوان دلیل ددغه جومات د خاص معمارۍ روده او ددغه ځاي لپاره بهر ته د ککړې هوا د ویستلو کافی سسټم نه شتون دی . ځکه د هوا ناسم سسټم سبب کیږي ، د هر ټوریسټ د بدن تودوخه چې په فضا کې خپریږي ، ددغه جومات په ودانۍ کې د د موجودو اوبو له بخاراتو سره مرسته کوي او دغه بخارات یا بړاس د ودانۍ د مصالې له جلاکیدا او د دوي د زرړنګیدا لامل کیږي .
ددغه لرغوني ودانۍ د ړنګیدا خطره د اسپانیا د کلتوري میراث د کارپيژاندو د اندیښنې سبب شوې ده . په اسپانیا کې په اسلامی پړاؤ کې دقرطبه جامع جومات له مسجد الحرام وروسته د جوړښت له پلوه دنړۍ دوهم ستر جومات شمیرل کیږي .